په کندز کې یو ځان وژونکی نن سهار هدف ته تر رسیدو مخکې وژل شوی

د کندز امنیتي چارواکي وایي، چې یو ځان وژونکی یې نن سهار هدف ته تر رسیدو مخکې وژلی.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند سید سرور حسیني ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کس هغه مهال د امام صاحب په ولسوالۍ کې ووژل شو، چې د امریکایې ځواکونو پر پوستې یې د برید هدف درلود.

د ښاغلي حسیني په وینا په یوې بلي پيښې کې امنیتي ځواکونو اته کړۍ ماینونه د چهار درې له ولسوالۍ څخه تر لاسه او شنډ کړل.

د کندز ولایت په وروستیو کې د وسله والو فعالیتونو د زیاتیدو شاهد دی.