په دمشق کې یوې پوځي ودانۍ ته نږدې نن سخته چاودنه وشوه

د سوریې په مرکز دمشق کې یوې پوځې ودانۍ ته نږدې نن سخته چاودنه وشوه. دا ودانۍ هغه هوټل ته نږدې ده چې د ملګرو ملتونو څارونکې په کې دېره دي.

د سوریې دولتي تلویزیون وایي، چاودنه د یوه بم پواسطه شوې او درې تنه په کې ټپیان شوي دي.

د سوریې د رژیم د مخالفانو د سېمه اېزې همکارۍ کمیټه وایي، چاودنه په دمشق کې په ام عیاد میدان کې یوې پوځې ودانۍ ته نږدې شوې ده.

العربیه تلویزیون او فرانسپرس خبري اژانس وایي، د حملې مسولیت د ازادې سوریې پوځ په غاړه اخیستی دی.

د جولای په ۱۸ مه هم په دمشق کې یوې حکومتې امنیتې ودانۍ ته نږدې چاودنه شوې وه او ۱۸ تنه جګ پوړې امنیتي چارواکې په کې وژل شوې وو.

له بلې خوا، د سعودي عربستان په مکې ښار کې د اسلامي همکارۍ د سازمان غړیو عاجله غونډه وکړه او د سوریې د غړیتوب په تعلیق یي بحث وکړ. ایران له دې کار سره سخت مخالفت کوي.

د دی سازمان د غونډې د وروستۍ اعلامیې په مسودې کې چې فرانسپرس اژانس تر لاسه کړې، د سوریې د غړیتوب تعلیق تصویب شوی دی.

تمه ده، چې اعلامیه د ورځې په پای کې چې د دې سازمان غړی بیا سره راټولیږي، لاسلیک شي.

په عین حال کې، د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا د سې شنبې په ورځ ایران تورن کړ، چې د سوریې په شخړې کې زیاته ونډه لري او په نورو کارونو سربېره، وسله والې ملیشې روزي چې د اسد د رژیم په څنګ کې وجنګیږې.