ایران د سې شنبې په ورځ وویل، د شنبې د ورځې زلزلو لپاره بهرنۍ مرستې مني.
په دې زلزلو کې له دریو سویو زیات کسان مړه شوي او تهران مخکې ویلې و چې بهرینو مرستو ته اړتیا نه لري.
د ایران د جمهور رئیس مرستیال محمد رضا رحیمې دولتې خبرې آژانس (ایرنا) ته وویل، هیواد یي د زلرلې له قربانیانو سره د نړیوالې ټولنې د مرستو اخیستو ته چمتو دی.
د رحیمې له څرګندونو څخه داسي بریښې چې ایران د شنبې د ورځې د زلزلو له ستونزو سره لا هم لاس او ګریوان دی او انتقادونه ورباندي زیات شوې چې د آذربایجان او ارمنستان له پولو سره د نږدي سېمو زلزله ځپلو خلکو سره په وخت مرسته نده کړې.
د شنبې په ورځ په ایران کې د ریختر په مقیاس ۶ اعشاریه ۴ او شپږ اعشاریه ۳ دوو درجو زلزلو شاوخوا دري سوه کسان مړه او دري زره نو ټپیان کړل.
فارس خبري اژانس د سې شنبې په ورځ وویل، د ژغورنې کارکوونکو په لیري پرتو زلزله ځپلو سېمو کې تر خرابو لاندي نور مړي هم میندلې دې.