د مصر ولسمشر دوه جګ پوړي جنرالان په مډالونو وستایل

د مصر جمهور رئیس محمد مرسي د سې شنبې په ورځ، د هېواد دوه جګ پوړې جنرالان چې تقاعد ته یي سوق کړې وو، په میډالونو وستایل.

د مصر دولتي تلویزیون، پخوانی دفاع وزیر حسین طنطاوي او د پوځ پخوانی لوي درستېز سمیع عنان وښودل، چې د جمهوري ریاست په خاصو مراسمو کې ورته جمهور رئیس مرسې مډالونه ورکوي.

طنطاوي چې د حسنې مبارک په رژیم کې شل کاله دفاع وزیر و، د پاڅون په جریان کې یي د پوځ د عالې شوری د مشر په دندې کار کاوه.

ددي دوو جنرالانو په لیري کیدو سره داسي آوازې خپرې شوي چې د جمهور رئیس مرسې او پوځ تر منځ یو ډول زور ښودنه رامنځ ته شویده.

مرسې، د دوشنبې په ورځ، متقاعد جنرالان طنطاوي او عنان د جمهورې ریاست د سلا کارانو په دندو وګمارل.

له بلې خوا، د مصر یوې محکمې ۱۴ تنه اسلامې بنسټ پالې په سینا دښتې کې د پولیسو په ماموریت او یوه بانک باندې د تېرکال د حملو په تړاو، په اعدام محکوم کړل.

د سینا په شمالې ښار العاریش کې د بنسټپالو په حملو کې پنځه پولیس او یو ملکې سړی وژل شوي وو.

محکمه وایي، دا کسان د جهاد والتوحید د ډلې غړې دې.