د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلنټن ته د تېرې جمعې په ورځ، دیرش ورځې وخت ورکړی و چې یو راپور باید برابر کړي چې د حقاني شبکه د تروریستي سازمانونو په لیست کې شامله کړي او کنه نو دلایل یي باید ووایي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نیولاند د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته په دې اړه وویل:
“دا مسله چې د حقاني ټوله شبکه د بهرنیو تروریستي سازمانونو په لیست کې شامله شي او کنه، له څه مودې راهیسي ورباندې موږ کار کوو او تصمیم یي هم نیول شوي دي.
د کانګرس لایحه یوه جلا موضوع ده. د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن یي باید د تېرې جمعې له ورځې راهیسي د دیرشو ورځو په مودې کې کانګرس ته ځواب ووایي. تاسي اوس باید ددي دوو مسلو تر منځ تړاو ووینۍ، خو تمه ده چې د بهرنیو چارو وزیره به په خپل وخت راپور وړاندي کړي”.
امریکایي او افغان چارواکو ویلې، حقانې شبکه په افغانستان کې په افغان او ایتلافي ځواکونو باندې حملې کوي.