پنیتا: په امریکایي او ناتو ځواکونو باندې د حملو له امله زیات اندیښمن یم

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر لیون پنیتا وایي، په افغانستان کې په امریکایي او ناتو ځواکونو باندې د وروستیو حملو له امله زیات اندیښمن دی.

پنیتا وایي، دښمنان هڅې کوي د افغان او ایتلافي ځواکونو ترمنځ موجود باور او اعتماد زیانمن کړي.

دی زیاتوي، دښمن په دي حملو سره غواړي ځان ته یو ډول اعتبار حاصل کړي.

د امریکا دفاع وزیر ژمنه وکړه، چې په ایتلافي ځواکونو باندې د دې ډول حملو د مخنیوي لپاره به د استخباراتې او کشفي ماموریتونو او دغه راز نورو لازمو اقداماتو څخه کار واخلي.