په تونس کې زرګونو کسانو د ښځو د حقونو لپاره مظاهره وکړه

د تونس په مرکزتونس کې زرګونو کسانو نن د ښځو د حقونو لپاره مظاهره وکړه. دا د اپریل راهیسې چې د اسلام پالو د حکومت په وړاندې نارضایتي زیاته شوې؛ د مخالفینو له لورې ترټولو لویه د قدرت ښودنه ده.

د ښځو د حقونو مدافعان د اساسي قانون په مسوده کې د هغې مادې پرضد دي؛ چې په کې ښځو ته د نارینه و د تکمیلیدونکي په سترګه کتل کیږي او غواړي؛ چې د ۱۹۵۶ کال قانون چې له مخې یې په بشپړه توګه له نارینه وسره د ښځو مساوي حقوق خوندي شوي؛ په خپل حال پاتې شي.

د تونس په مرکزي برخه کې تیرماښام په دوو مظاهرو کې چې یوه یې قانوني او بله غیرقانوني وه؛ شاوخوا شپږ زروکسانو چې ډيري یې ښځې وې، ګډون کړی و.

د فره په نامه یوې انجینیرې وویل:

"زموږ هدف دادی چې وښیو د تونس ښځې د نارینه و تکمیلیدونکې نه دي بلکه دوی خپلواکې او له نارینه و سره مساوی دي. موږ دلته د دې لپاره راټول شوي یو چې دا ټولو ته وښیو؛ چې موږ همداراز زیارکښي وګړي یو او هیڅکله به هم دا ونه ومنو چې د نارینه ود تکمیلیدونکې په سترګه راته وکتل شي. "

په یوې بلې مظاهرې کې چې د تونس په جنوب ۲۶۰ کیلومترۍ په سفاکس کې وشوه، شاوخوا زرو کسانو برخه اخیستې وه.

د ۱۹۵۶ کال قانون داسې یوقانون و چې ترهغې مخکې یې په عربي نړۍ کې ساری نه و لیدل شوی.

دغه قانون په یوه وخت کې د څو ښځودرلودل او د طلاق هغه طریقه باطله کړه چې نارینه به درې ځلې د طلاق په کلمې سره ښځې ته طلاق ورکاوه.