امنیتي ستونزو او د بودیجي کموالي د بندونو جوړولو پر وړاند خنډونه دي

د اوبو او بریښنا وزیر محمد اسمعیل خان وایي، په ځینو سیمو کې د امنیتي ستونزو او د بودیجې کموالي د دې لامل کیږي، چې د اوبو او بریښنا د بندونو پروژې په سمه توګه عملي نشي.

اسماعیل خان نن مشرانو جرګې په هیواد کې د اوبو او بریښنا په هکله د شته ستونزو د ځواب ورکولو په هدف خپلې غونډې ته ورغوښتی وو او دا څرګندونې یې هلته وکړې.

"دا بندونه په غرونو کې او له مرکز څخه لیرې دي او له جدي نا امنیو سره مخامخ دي.

یواځې د بخش آباد بند د سروې پر مهال څوارلس تنه شهیدان شول. "

یو شمیر سناتورانو په هغه نیوکې کولې، چې د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو لپاره یې کار نه دی کړی.