د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ ولسوال د وسله په ‌ډزو ووژل شو

د بدخشان د شغنان ولسوال نن له غرمې وروسته د طالبانو په یو کمین کې د دې ولایت د شیوې ولسوالې په مربوطاتو کې ووژل شو.

د دې ولایت د والي ویاند محمد معروف راسخ آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې په دې پيښه کې د شغنان له ولسوال سیف الله صادقي سره د هغه دوه ساتونکي او یو سرحدي پولیس هم وژل شوي دي.

د راسخ په وینا د شغنان ولسوال د اشکاشم له ولسوال سره د فیض آباد ښار ته روان و؛ چې ووژل شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد آزادۍ راډیو سره په یو ټلیفوني تماس کې د دې پیښې مسوولیت منلی دی.