"د اسلامي همکاریو سازمان دې په افغانستان کې د اداري فساد مسئله هم وڅېړي"

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې یوې ټولنې د اسلامي همکاریو د سازمانه له غونډې غوښتي؛ چې په خپله اجنډا کې په افغانستان کې د ادراي فساد موضوع هم وڅیړي.

له اداري فساد سره د مبارزې افغاني شبکې په یوه پرانستي لیک کې له دې غونډې غوښتي چې د اسلام د شریعت په رڼا کې دې په افغانستان کې د دې ستونزې د هواری لاره ولټوي.

ټاکل شوې د اسلامي همکاریو د سازمان څلورمه فوق العاده غونډه د سعودي عربستان د پاچا په بلنه د چهار شنبې په ورځ به مکې مکرمې کې پیل شي.

جمهور ريیس حامد کرزی هم د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ په دې کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره سعودي عربستان ته رسیدلی.

په یاده غونډه کې د سوریې د مسئلې په ګډون د اسلامي نړۍ په مسایلو بحث کیږي.