وروسته له هغې چې په مزارشریف کې د وژل شویو ایرانیو ډیپلوماټانو په نوم د یوه واټ د نومونې مسالې په ولسي جرګې او مشرانو جرګې کې د خلکو د یو شمیر استازیو غوصه راوپاروله، د بلخ د ولایت مقام له خپلې دغې پریکړې نه دفاع وکړه.
د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد وايي، د دې واټ نوم د والي عطا محمد نور په امر د یوه ډيپلوماټیک عرف له مخې د وژل شویو ایرانیو ډيپلوماټانو په نوم شوی دی.
ښاغلي فرهاد له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکې کې وویل؛ دغه واټ د ایران د قونسلګرۍ په غوښتنه د ایران د وژل شویو ډیپلوماټانو په نوم شوی دی.
"د دې سړک د نومونې هدف دا و، چې د ایران اسلامي جمهوریت په دې ورستیو کې په تهران ښار کې یو سړک زموږ د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود په نوم کړې دی او په مزار شریف کې د ایران قونسلګرۍ د بلخ ولایت مقام ته لیک استولی چې موږ همداسې یو کار په تهران ښار کې هم کړی دی، یو سړک مو د شهید احمدشاه مسعود په نوم کړی، نو ځکه د ډیپلوماټیک عرف له مخې لازمه وه؛ چې موږ یو سړک د شهیدو ایرانیو ډيپلوماټانو په نوم کړو. "
ښاغلي فرهاد وویل، دغه سړک د دې لپاره هم د ایرانیو ډیپلوماټانو په نوم شو، چې ایران په هغه دور کې چې ده د جهاد او مقاومت دور وباله، مرسته کړې وه.
نوموړي وویل، دغه ایراني ډیپلوماټان په مستقیمه توګه د مقاومت د جبهې په همکارۍ راغلي وو او په مزارشریف د طالبانو د حملې په وخت کې د ډیپلوماټیک عرف پرخلاف ووژل شول.
د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان په شمال کې د ځینو ډلو ایتلاف د مقاومت په جبهې مشهور دی.
بلخوا ځینې کارپوهان وايي، چې دغه ډله ایراني ډیپلوماټان د افغانستان د کورنیو جګړې پرمهال د ایران له خوا د جاسوسۍ لپاره راغلي وو.
یو تن افغان لیکوال او ژورنالست رزاق مامون چې په دې هکله یې یو کتاب هم لیکلی ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:
"ما چې پخوا څو وارې له استاد عطا سره لیدلي وو، په دې مې ټینګار کاوه اوه ورته مې ویلي وو، هغه کسان چې په دې سړک کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال وژل شوي وو، هغه ټول د سپاه پاسداران حفاظت ډیپارټمنټ سره اړه لرل او هغوی ټول مسلکي اوپراتیفي جاسوس خلک وو، چې په افغانستان کې یې فعالیت کاوه.
هغه وخت کړکیچ او بحران زیات وو او دوی غوښتل چې افغانستان د ایران په ګټه تجزیه کړي."
د بلخ د والي ویاند وايي، چې په مزارشریف کې د ایرانیو ډیپلوماټانو په نوم د یوه واټ د نومولو پریکړه دوی کړې؛ خو دغه پریکړه باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تایید کړي.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دی له سره په دې مسالې خبر نه دی.
په مزارشریف کې د ایرانیو ډیپلوماټانو په نوم د یوه واټ له نومولو سره په داسې حال کې مخالفتونه راپورته شوي؛ چې په افغانستان کې یو شمېر خلک وايي، ایران د افغانستان په کورنیوچارو کې لاسوهنه کوي.
په عین حال کې په دې اړه هم بیا بیا اندیښنې ښکاره شوي، چې ایران د افغانستان په ځینو سیاسي، مطبوعاتي او فرهنګي کړیو کې نفوذ لري او د خپلو اهدافو لپاره ترینه ګټه اخلي.