د ملګرو ملتونو د بشري مرستو رییسه دمش ته ورسېده

د ملګروملتونو د بشري مرستو رییسه "والري ایموس" نن دمشق ته ورسېده چې د هغو ملکیانو د مخ په خرابیدونکي بشري وضعیت مساله وڅیړي چې په دې هیواد کې د روانو شخړو له امله له خپلو سیمو بې ځایه شوي یا په جګړو کې بند پاتې دي.

نوموړې به له حکومتي چارواکو او د سرې میاشتې د ادارې له سیمه ییزو مسولینو سره وګوري.

د ملګروملتونو د بشري چارو د هماهنګۍ دفتر وویل، سوریې ته د ایموس د سفر هدف په دې هیواد کې مخ په خرابیدونکي بشري وضعیت او پرملکیانود هغه اغیز ته د خلکو پام راګرځول دي.

ملګري ملتونه وايي، له یولکو پنځوس زرو څخه زیات سوریایان ګاونډیو هیوادونو ته کډه شوي؛ خو ویل کیږي، چې د کډوالو شمیر به له دې ډیرزیات وي.

په عین حال کې د سوریې د ولسمشر ځانګړی استازي بثینه شعبان به چې چین ته تللی نن د دې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر یانګ ژیچې سره وګوري.

چین او روسېې دواړو د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د بشار الاسد د رژیم پر ضد وړاندې شوې پریکړه لیکونه ویټو کړي دي.