په کونړ کې پاکستاني پوځیانو د افغان سرحدي پولیسو پر پوستې حمله کړې

په کونړ کې سرحدي پولیس وايي، پاکستانیو پوځیانو یې په یوې پوستنې حمله کړې ده.

په ختیځو ولایتونو کې د سرحدي پولیسو ویاند ادریس مومند آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه حملې نن سهار څلور بجې پیل شوې او د افغان امنیتي ځواکونو نښته ورسره دوام لري.

د هغه په وینا په دې پیښه کې د مرګ ژوبلې په هکله تر اوسه معلومات نشته خو وایي، چې سیمې ته یې نور ځواکونه او وسلې هم لیږلي دي.

بل خوا وسله والو طالبانو آزادۍ راډیو ته په یو ټلیفوني پیام کې ویلي؛ چې دغه عملیات دوی او پاکستانيو طالبانو په ګډه د یو لوړ پوړي سرحدي پولیس د له منځه وړلو لپاره په لاره اچولي وو.

افغان چارواکو د دوی د ادعا په اړه څه نه دی ویلي، خو پخوا هم افغان طالبانو د پاکستانیو طالبانو په مرسته په سرحدي سمیو حملې کړي دي.