نولانډ: امریکايي اتباع کولای شي له ایراني زلزله ځپلو سره بشري مرستې وکړي

د امریکا متحده ایالات وایي، د دې هېواد اتباع کولای شي، له ایران سره چې د وروستۍ زلزلې د ورانیو د رغولو هڅې کوي، له کومې ویرې پرته چې ګوندې هغه دې د دې هیواد د اټمي پروګرام په خاطر پر تهران له لګول شویو بندیزونو سره سرغړونه وبلل شي، د خوراکي موادو او درملو مرسته وکړي.

د بهرنیو چارود وزارت ویاندې ویکټوریا نولانډ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل:

"هغه امریکایان چې غواړي په دې وخت کې له ایرانیانو سره بشري مرسته وکړي؛ پرته له دې چې په دې برخه کې اجازه ترلاسه کړي، کولای شي، ورسره د خوراکي موادو او درملو مرسته وکړي. "

هغې همداراز وویل، چې په ځینو مشخصو مواردو کې ایران ته د غیرتجارتي شخصي مالي مرستو انتقالول هم قانوني دی.

د بهرنیو چارو دوزارت ویاندې وویل، که څه هم د تهران رژیم ویلي، چې بهرنۍ مرستې ته اړتیا نه لري، له دې هېواد سره د امریکا د مرستې وړاندیز د میز پرسردی.

درې ورځې وړاندې په ایران کې دوه زلزلې وشوې، چې له درې سوو څخه زیات کسان یې ووژل او زرګونه نوریې له خپلو سیمو بې ځایه کړل.