د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشرې نن اعلان وکړ، چې له سوریې او لبنان څخه به د اګست له څوارلسمي تر شپاړسمې پورې کتنه و کړی.
د هغې په وینا دا ځکه چې د سوریې د کړکیچ له امله په دې سیمه کې د بشري وضعیت د خرابیدو په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.
والري اموس به چې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د بشري چارو د هم اهنګۍ مشره ده، پر هغو ملکې کسانو چې په سوریې کې پاتې دي او یا هم د هغو کسانو په اړه چې ګاونډیو هیوادنو لکه لبنان ته تښتیدلي د سوریې د اوږدمهاله لانجې د اغیز په باب څیړنه وکړي.
تمه ده چې هغه به د سوریې له چارواکو او په دې هیواد کې د سرې میاشتې له چارواکو سره د سوریې شاوخوا سیمو کې په عاجله توګه د مرستو رسولو د هلوځلو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د ملګرو ملتونو په حواله د سوریې د روان کړکیچ له امله تر دوه میلیونه ملکي خلک زیانمن شوي، څه باندی یو میلون وګړي دننه په خپل هیواد کې بې ځایه شوي دي. شاوخوا یو لک او څلویښت زره نور کسان بیا لبنان، اردن، تر کیې او عراق ته تښتیدلي دي.