قاسمیار: له ملا برادر سره د افغان چارواکو کتنه د بهیر په اړه نه وه

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په پاکستان کې د زنداني طالب چارواکي ملا عبدالغني برادر سره د ځینو افغان چارواکو په کتنې کې د دې شورا کوم استازی نه و موجود.

د سولې د عالي شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار وايي؛ ممکن شاوخوا دوه میاشتې مخکې دغه کتنه په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت په هڅو تنظیم شوي وي.

خو هغه وویل، دا کتنه د سولې د خبرو برخه نه وه، بلکې یوازې د ملا براد د احوال د معلومولو په هدف وه.

ښاغلي قاسمیار وویل، چې له پاکستان څخه د افغان دولت یوه له مهمو غوښتنو د ملا برادر په ګډون د طالب بندیانو خوشې کیدل وو.