پاکستان تیره شپه د کونړ پر یوې ولسوالۍ په لسګونو توغندي وویشتل

د کونړ چارواکي وايي، چې د دې ولایت پر دانګام ولسوالۍ بیا د پاکستان له خاورې تیره شپه په لسګونه توغندې ویشتل شوي.

د دې ولایت د والي ویاند واصف الله واصفي نن ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې تیره شپه ۴۵ راکټونه پر دانګام ولسوالۍ ویشتل شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي په کابل کې خبریالانو ته په وینا کې د دغو توغنیدو د بندیدو خبر ورکړی و.