په نایجریا کې د "بکو حرام" وسله والې ډلې شل تنه غړي وژل شوي دي

په نایجیریا کې چارواکي وايي، چې پرون د "بکو حرام" د وسله والې ډلې لږترلږه شل مشکوک غړي له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي.

دا نښتې د میدوګوري په سیمه کې د وسله والو پر یوه مرکز د امنیتي ځواکونو تر حملې وروسته پيل شوې.

بکو حرام یوه سخت دریځې ډله ده، چې په نایجیریا کې د شرعي قوانینو د نفوذ لپاره جنګیږي.

د نایجریا د ۱۶۰ ملیون نفوس لږترلږه نیمايي مسلمانان او پاتې برخه عیسویان دی.