د عربي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه چې ټاکل شوې وه نن د سعودي عربستان په جده کې جوړه شي؛ په غیر متوقع ډول لغوه شوې ده.
ټاکل شوې وه، چې په دې غونډه کې د سورېې پر وضیعت او ددغه هیواد لپاره د کوفي عنان تر استعفی وروسته؛ د نوي نړیوال استازي په ټاکلو خبرې وشي.
خو د عربي ټولنې مرستیال منشي ویلي، چې غونډه تر بلې نیټې چې هغه په ډاګه نه کړه، ځنډول شوې ده.
احمد بن حیلي د غونډې د لغوه کېدو د علت په اړه هم څه نه دي ویلي.