د المپیک په وروستۍ ورځ کې د سرو زرو د ۱۵ مډالونو لپاره سیالۍ کیږي

نن د لندن د اولمپیک د لوبو وروستۍ ورځ ده.

ټاکل شوې چې نن د سوک وهنې، زغاستې، باسکټبال او غیږ نیونې په شمول په مختلفو ورزشونو کې د سرو زرو د ۱۵ مډالونو لپاره مسابقې ترسره شي.

د باسکټبال د سیالۍ پای لوبه به د متحده ایالاتو او هسپانیا تر منځ وشي.

د اولمپیک د لوبو وروستۍ مراسم به د لندن په وخت د شپې په نهه بجو پیل شي او تمه ده، چې زرګونه ممثلین او کارکونکي په کې برخه واخلي.

په دې مراسمو کې به په رسمي توګه (ریو ډي جینیرو) ته د ۲۰۱۶ کال د اولمپیک لوبو کوربتوب وسپارل شي.