پر ملي شورا او د کریم خلیلي پر کور د ځان وژونکو حملو پلان شنډ شو

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، تییره شپه یې د ملي شورا په انګړ او د جمهور رییس د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په کور د ځان وژونکو حملو پلان شنډ کړی دی.

ملي امنیت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، د یوه پاکستان تبعه په ګډون پنځو کسانو چې په درنو او سپکو وسلو سنبال و؛ د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې په یوه کور کې ځای نیولی و.

په اعلامیې کې راغلي، چې دغه پنځه کسان تیره شپه په څو ساعته عملیاتو کې ونیول شول.

شاوخوا دوه اونۍ مخکې هم امنیتي ځواکونو د کابل په ختیځ کې هغه پنځه کسان له منځه یوړل چې د ملي امنیت د چارواکو په وینا په وزیر اکبرخان او شهرنو سیمو کې یې د ځان وژونکو حملو پلان درلود.