په المپيک لوبو کې د افغان ورزشکارانو لاسته راوړنې

نن په دې پروګرام کې د لندن د المپیک په روانو مسابقو کې د افغان لوبغاړو نسبتاً ښو لوبو ته په پام سره غواړو چې پر دې لوبو او دغه راز په افغانستان کې د سپورت د ودې پر لارو چارو او ګټو خبرې وکړو.

د لندن په المپیک کې د افغانستان د بیرغ رپېدلو او د روح الله نېکپا د ژېړو یا برونزو میډال د افغانانو په منځ کې خاصه ولوله رامنځته کړې. د یووالي احساس یې پیاوړی کړی او لږترلږه د جنګ جګړو له خبرونو یې د خلکو پام په بله اړولی دی.

له همدې کبله غواړو چې د سپورټ پر هغه اهمیت هم خبرې وکړو چې ورزش یې زموږ په ټولنه کې په سوله، ورورګلوۍ او یووالي کې لري.


Your browser doesn’t support HTML5

تر شنه اسمان لاندې



مېلمانه :
د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې رييس ظاهر اغبر
د ولسي جرګې د روغتیا، ځوانانو او ورزش د کمیسون رييس ډاکتر نقیب الله فایق
د لوبې د روزنیزې موسسې مرستیال زراب شاه زهیر
د افغانستان د ورزشکارانو د ملي اتحادیې رييس سید محمود ضیا دشتي