ایراني چارواکي وايي، د شنبې په ورځ د ایران شمال لویدیځ کې دوو زورورو زلزلو؛ چې وروسته نور ټکانونه هم ورپسې وو، لږ تر لږه یوسلو اتیا کسان وژلي او د دیارلس سوو په شا او خوا کې نور یې ټپیان کړي دي.
دا شمېر کیدای شي زیات شي، ځکه هغه راپورونه چې راځي، ترې څرګنديږي چې ځینې کلي دې زلزلو سخت ځپلي دي.
په راپورونو کې ویلي شوي دي، چې له ځپل شویو سیمو سره تیلفوني او مخابراتي کرښې سخت زیانمنې شوې دي او د زلزلې د زیانونو د ارزونې لپاره یې له سیمه يیزو چارواکو سره اړیکې نیول سخت کړي.
راپورونه دا هم وايي، چې شپږ کلي په بشپړه توګه له منځه تللي دي او شپیته نور کلي په سلو کې له پنځوسو نیولې تر اویاوو پورې وران شوي دي.
د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد له چارواکو غوښتي، چې ټولې هڅې دې په کار راولي، څو د ځپل شویو خلکو سره بیړنۍ مرستې وشي.
په ګاونډي هیواد ارمنیا کې هم د زلزلې ټکانونه ودانۍ لړزولي دي، په مرکز یریوان کې د زلزلې ټکانونو خلک له کورونو کوڅو ته را وویستل خو چارواکو ویلي؛ چې زلزلې دلته کوم لوی زیان نه دی اړولی.