تيره ورځ غرمه مهال د پکتيکا ولايت په دوو ولسواليو خيرکوټ او اومني کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسلوالو طا لبانو ترمنځ نښتې شوي؛ چې دواړو خواوو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د پکتیکا د امنیې قومندانی ویاند محمد سرور ازادۍ راډیو ته ویلي؛ لومړنۍ نښته د اومنې په ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه؛ چې یو ډلې وسله والو د ولسوالۍ په څو پوستو د سپکو وسلو ډزې پیل کړې.
که څه هم نوموړي د تلفاتو جزییات ورنه کړل. خو د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر چنار ګل ویلي؛ د جګړې له سیمې د دوو پولیسو مړۍ روغتون ته وړل شوي دي.
بل خوا په همدې ورځ د دې ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې هم د ملي پولیسو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې؛ چې په کې د پولیسو د یو سیمه ییز قومندان په شمول درې تنه پولیس افسران وژل شوي دي.
په سیمه کې د پولیسو چارواکي وايي، چې مقابل لورې ته یې هم درانه تلفات اړولي، خو د شمېر په اړه یې څه نه شي ویلی.
وسله والو طالبانو د دې دواړو بریدونو مسوولیت منلی دی.