هیلري کلنټن د سوریې د حالاتو په اړه د خبرو لپاره ترکیې ولاړه

د امريکا د بهرنيو چارو وزيره "هیلري کلېنټن" د سوريې پر شخړې د خبرو لپاره اسټانبول ته رسېدلې ده.

تمه کېږي، چې مېرمن کلېنټن د سوريې له فعالانو او ترکي چارواکو سره وګوري.

دوى به پر دمشق په اغېزناک ډول د بنديزونو د لګولو او د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د ړنګېدو په صورت کې په سوريه کې د قدرت د انتقال پر لارو چارو خبرې وکړي.

واشنګټن د جمعې په ورځ د سوريې د تېلو پر دولتي کمپنۍ سيټرول له ايران سره د تجارت له کبله بنديزونه اعلان کړل.