افغان ټکواندوباز نثار احمد بهاوي چې پرون يې په خپله لومړۍ مسابقه کې خپل مراکشي سيال ته څلور د درېيو امتيازونو په وړاندې ماتې ورکړه، ونه توانېد په بله مسابقه کې خپل ايټالوي سيال ته ماته ورکړي.
بهاوي چې پر پښه ټپي شوى هم و، پرون ناوخته د درېيم پړاو په وروستيو شېبو کې تر خپل سيال وروسته پاتې شو.
له دې سره د لندن په المپيک لوبو کې يوازینى لوبغاړى روح اله نېکپا دى چې د شپږو افغان لوبغاړو په منځ کې له مډال سره افغانستان ته ستنېږي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې افغانانو د نېکپا پر بريا خوښي څرګنده کړې ده.