سپینې ماڼۍ په هلمند ولایت کې د یوه افغان عسکر له خوا د دریو امریکایي سرتېرو په وژنې ژوره خواشنیي څرګنده کړه او وایي، دا یوه ځانګړې پیښه وه او څه دپاسه درې لکه افغان عسکر له آیساف او امریکایي ځواکونو سره اوږه په اوږه خدمت کوي.
د سپينې ماڼۍ ویاند ”جې کارني“ په دې اړه وویل:
“د دې خبرې یاودنه مهمه ده، چې درې لکه او دېرش زره افغان ځواکونه له امریکایي او آیساف ځواکونو سره هره ورځ ماموریت پر مخ وړي او د دې ځواکونو ستره برخه یعنې افغان ځواکونه له آیساف او امریکایي عسکرو سره په ډېر مسلکې ډول کار کوي.”
د جمعې په سهار د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یوه افغان عسکر په امریکایي سرتېرو ډزې کړې وې او درې تنه یې وژلي وو.