په یوکراین کې د لوتسینکو لپاره د دوه نیمو کلونو د بند غوښتنه شوې

په یوکراین کې څارنوالانو نن د محاکمې په ترڅ کې د دې هېواد د کورنیو چارو د پخواني وزیر یوري لوتسینکو لپاره د دوه نیمو کلونو بند غوښتنه کړې.

د یوکراین د کورنیو چارو پخوانی وزیر تورن دی، چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د پخواني ولسمشر ویکتور یوشچینکو د مسمومیدلو د پیښې په اړه د تحقیقاتو پرمهال د مشکوکو کسانو غیرقانوني تعقیب امر کړی دي.

دا په کییف کې د کورنیو چارو د پخواني وزیر د محاکمې دوهم دور دی.

دی د فبرورۍ په میاشت کې د خپل کار په موده کې د اختلاس او له صلاحیت څخه د ناوړه استفادې د تورونو په خاطر محاکمه او په څلور کاله قید محکوم شوی وو.

د یوکراین د کورنیو چارو پخواني وزیر په دواړو مسلو کې د بې ګناهۍ ادعا کړې او وايي، چې پر ده لګیدلي تورونه سیاسي اړخ لري.

تیره میاشت د اروپا د بشري حقونو محکمې یوکرایني چارواکي ملامت کړل، چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر یې په غیر قانوني ډول نیولی او له چارواکو یې وغوښتل چې د خسارې د جبران لپاره هغه ته ۱۵ زره یورو ورکړي.