د جنوبي کوریا جمهوریس (لي میونګ بک) به نن هغو یو شمېر لرې پرتو جزایرو ته ولاړ شي چې جاپان یې هم د ملکیت ادعا لري او دې کار جاپان په غصه کړی.
لي د جنوبي کوریا لومړۍ ولسمشر دی چې د (دوکدو) جزایروته ځي.
دا وړې جزیرې له دواړو هیوادونو ، جنوبي کوریا او جاپان څخه په ورته واټن کې پرتې دي او ویل کیږي چې د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د طبیعي ګاز منجمدې زخیرې لري .
جاپان خبرداری ورکړی چې سیمې ته د جنوبي کوریا د ولسمشر سفر به د دواړو هیوادونو روابط اغیزمن کړي .
جاپان نن پر مسله د خپل اعتراض وړاندي کولو لپاره د جنوبي کوریا سفیر ور غوښتی وو .