په افغانستان کې د ایساف یو ملکي مامور وژل شوی دی

په افغانستان کې د ناټو تر مشرۍ لاندې ځواکونو (ایساف) یو ملکي مامور وژل شوی.

د ایساف اعلامیه چې نن خپره شوې وايي، چې د دوي دا مامور په جنوب کې د وسله والو په حمله کې وژل شوی خو په ارتباط یې نور جزیات نه دي ورکړ شوي.