د بوسنيا سربانو د خپل هېواد له بهرنيو چارو وزيرې نه د استعفا غوښتنه وکړه

د بوسنيا سربانو د خپل هېواد له بهرنيو چارو وزيره په دې خاطر د استعفا غوښتنه وکړه چې په ملګروملتو کې يې د بوسنيا استازي ته لارښوونه کړې چې د سوريې د رژيم د غندلو د پرېکړه ليک ملاتړ وکړي.

د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۵ کلونو ترمنځ د بوسنيال له جګړې وروسته د دغه هيواد د ولسمشرۍ چوکۍ درې استازي په غاړه لري چې يو د بوسنيا د مسلمانانو، بل سربانو او درېم د بوسنيا د خرواتانو استازيتوب کوي. د دغه هيواد د هرې مهمې بهرنۍ پرېکړې لپاره د درو واړو موافقه پکار ده.

د بوسنيا د ولسمشرۍ سرب غړي نيبوۍ سا رادمانوويچ پرون وويل، د بهرنيو چارو وزير بايد استعفا وکړي ځکه چې ده مخکې تر دې چې په ملګروملتو کې د بوسنيا استازي ته لارښوونه وکړي له درې ګونو ولسمشرانو سره سلا نه وه کړې.