د لغمان چارواکي وايي، نن سهار دوو تنو چې د ملي اردو یونیفورم یې پر تن و په مرکز پورې مربوط د افغان او بهرنیو ځواکونو په یوه ګډ مرکز کې پر دغو ځواکونو حمله وکړه.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وویل، چې په ځوابي ډزو کې یو برید کوونکی وژل شوی او یو بل په ټپي حالت کې نیول شوی.
ښاغلي ځواک وویل، چې په دې حملې کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
بل خوا وسلوالو طالبانو د پيښې مسئولیت په غاړه اخیستی او په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې یي د شپږو بهرنیو عسکرو د وژل کیدو ادعا کړې.
چارواکو د دوي ادعا رد کړې.