د فراه چارواکو وايي، څو ساعته مخکې نامعلومو کسانو یو تن ډاکتر وتښتاوو.
د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالجبار شایق ازادۍ راډیو ته وویل، چې د ګلستان کلینیک دغه ډاکتر له دندې نه د کور په لور روان وو، چې نامعلومو وسله والو کسانو له موټر نه ښکته او له ځان سره یې بوولی دی.
د دې پیښې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی
د یو بل خبر له مخې، د سرپل امنیتي چارواکي وایي، چې یو شمیر نامعلومو وسله والو تیره شپه ددې ولایت په ګوسفندي ولسوالۍ کې د یو پخوانی جهادي قوماندان محمد ابراهيم په ګډون څلور تنه وژلي دي.