د لوګر امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه په مرکز پل علم پورې مربوط د پورک په ساحه کې د پولیسو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ نښته کې څلور وسلوال مخالفین وژل شوي او یو ټپي دی.
د لوګر د امنیې قومندان غلام سخي روغ لیوني ازادۍ راډیو ته وویل، چې په نښته کې له وسلوالو مخالفینو څخه یوه اندازه وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
روغ لیوني همدا راز وویل، پولیسو درې هغه ماینونه هم کشف او خنثی کړي چې د پل علم ښار په مربوطاتو کې د ملکي خلکو د کورونو مخې ته ایښودل شوي و.
په دې اړه وسلوالو مخالفینو څه نه دي ویلي.