د فراه په بالابلوک کې د ماین په چاودنه کې یوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې یو درې سوه او درې ډوله موټر په ماین کې د الوتلو له امله یوولس تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن فراهي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه درې سوه او درې ډوله موټر تیر مازدیګر له کابل نه فراه ته روان وو، چې د بالا بلوک په ولسوالۍ کې په ماین والوت.

دی وایي، چې په پیښه کې پنځه تنه ملکي وګړي مړه او شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د فراهي په وینا دغه ماین د دولت وسله والو مخالفینو ایښی وو، خو د دولت وسله والو مخالفینو بیا تر اوسه پدې هکله څه نه دي ویلي.