ملګري ملتونه وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د روان ۲۰۱۲ ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې د ملکيانو تلفات پنځلس فيصده کمه شوی ده.
د ملګروملتو راپور وايي چې لا هم د افغان ملکيانو تلفات ډېر دي.
د سږکال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د جون تر دېرشمې پوري يوولس سوه پنځه څلوېښت ملکيان وژل شوي دي، حال دا چې تېر کال په ورته موده کې نولس سوه څلور پنځوس تنه وژل شوي ول.
د ملګروملتو د راپور له مخې په وژل شويو او ټپي شويو ملکيانو کې دېرش فيصده ښځې او ماشومان دي.