م.م: په افغانستان کې د تیر کال په پرتله ملکي تلفات پنځلس په سلو کې کم شوي دي

د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا په یوه تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د روان میلادي کال په نیمايي کې د تیر کال د همدې مودې په پرتله ملکي تلفات پنځلس په سلو کې کم شوي دي.

دا راپور چې نن خپور شو وایي، چې د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د جون تر دیرشمې نیټې پورې په افغانستان کې ۳۰۹۹ تنه ملکي وګړي مړه او ټپیان شوي دي.

په دې راپور کې راغلي، چې له دې ډلې څخه ۱۱۴۵ تنه وژل شوي او ۱۹۵۴ تنه نور ټپیان شوي دي.