عنایت الله نظري د دفاع وزارت سرپرست شو

د دفاع وزارت لومړی مرستیال عنایت الله نظري د دې وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شو.

د وزیرانو شورا د دارالانشا ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې څارنپوه عنایت الله نظري به د جمهوري ریاست د حکم له مخې تر هغې سرپرست وزیر وي څو چې دې وزارت ته نوی وزیر وټاکل شي.

د دفاع پخوانی وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ د تیرې شنبې په ورځ د ولسي جرګې له خوا سلب اعتماد شو او د سرپرست وزیر له دندې څخه یې هم پرون استعفا وکړه.