د پاکستان سترې محکمې: راجا پرویز اشرف باید د اګست په ۲۷ مه احضار شي

د پاکستان سترې محکمې نن د دې هېواد صدراعظم راجا پرویز اشرف ته حکم صادر کړ، چې محکمې ته دې احضار شي او وضاحت دې ورکړي چې د جمهور رئیس آصف علې زرداري د ادارې فساد د دوسیې د بیرته پرانیستلو لپاره یي ولې عمل نه دی کړی.

د سترې محکمې دا اقدام د پاکستان د قضا او حکومت تر منځ د اوږدې مودې لانجې د بیا تازه کیدو نښه ده.

دوې میاشتې وړاندې د پاکستان سترې محکمې د وخت صدراعظم یوسف رضا ګیلانې د همدې مسلې پر سر نا اهل اعلان کړی و.

ستره محکمه له صدراعظم څخه غواړي، چې د سویس چارواکو ته دې لیک واستوي او د زرداري د اداري فساد د دوسیې د پرانیستلو غوښتنه دې وکړي.

حکومت دې کار ته غاړه نږدې او وایيٍ، د دولت مشر له تعقیب څخه معاف دی.

سترې محکمې نن وویل، راجا پرویز اشرف باید د آګست په ۲۷ مه احضار شي.