د پکتیا په ښواک کې د ملې اردو دوو سرتیرو یو امریکایي سرتیری وژلی

د پکتیا سمیه ایزو چارواکو ویلې، چې پرون مازیګر د دې ولایت په ښواک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په یوه مرکز کې د ملې اردو د دوو سرتیرو په ډزو کې یو امریکایي سرتیری وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي.
د دي ولایت د والې ویاند روح الله سمون وایی چې د دي پیښې عاملین نیول شوي او په اړه یی څیړنې روانې دي.

په یو بل خبر کې د کاپیسا امنیتې چارواکي وایي، چې د کوهستان ولسوالۍ په جمال اغه سیمه کې تیره شپه د ملي اردو ځواکونو پر موټر په چادونه کې د ملي اوردو څلور سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د دې ولایت امینه قومندان عبدالحمید ایرکند نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې یو سړی وژل شوی او ۳ نور يي ټپیان دي.

تر اوسه د دې پیښې مسولیت چا نه دې منلې.