کابل کې ماین چاودنې اته ملکيان ووژل

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د والي ویاند وسیع الله میاخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حملې هدف په سیمه کې د ملي اردو د سپرلۍ موټر وو، خو دغه چاودنه د ملکي کسانو په موټر شوې ده: "تقریبا ۱۵تنه ملکي وګړو ته په دغه پیښه کې مرګ ژوبله اوښتې، پیښه هغه مهال رامنځته شوه چې له سیمې دوه د کاسټر موټرونه د تیرېدو په حال کې وو چې یو يي د ملکي وګړو موټر وو او تر دې وروسته د ملي اردو د ځواکونو موټر د تیرېدو په حال کې وو، چې د ملي اردو موټر ته کوم زیان نه دی اوښتې او د پیښې قربانیان ټول ملکیان دي." میاخیل زیاته کړه، چې په سیمه کې یې د پيښې اصلي مسول چې د پغمان اوسیدونکی دی له ریموټ کنټرول سره یوځای نیولی دی. میاخیل ونه ویل، چې نیول شوی کس د حکومت د وسله والو مخالفینو په کومې ډلې پورې اړوند وو. تر اوسه چا د دې پیښې مسولیت هم په غاړه نه دی اخیستی. بل لور ته د پغمان ولسوالۍ د امنیې قومندان جنرال امرالله په سیمه کې ازادۍ راډیو ته وویل، چې په دې چاودنه کې نهه تنه ملکیان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.