کوردستان د جنوبي کوریا سره د دو بریښنا کوټونو د جوړولو قرارداد دونه لاسلیک کړل

د راپورونو له مخې د عراق د خودمختارې کوردستان سیمې چارواکو پرون د جنوبي کوریا له دو ساختماني شرکتونو سره په سیمه کې د دو بریښنا کوټونو د جوړولو قرارداد دونه لاسلیک کړل.

د غه بریښناکوټونه به د اوسوو کیلوواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري چې یو یې په اربیل او بل یې هم سلیمانیه ولایت کې جوړیږي.

چارواکو ویلي، دغه پروژې به چې کله یې کار پیل شي، په څو میاشتو کې بشپړې شي.

د جنوبي کوریا د تیلو دولتي کمپنۍ د هغه قرارداد له مخې د دغو پروژو مالي لګښت په غاړه اخیستی چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د کوردستان له سیمه ییزې ادارې سره لاسلیک کړی اوله مخې یې دې کمپنۍ ته اجازه ورکول کیږي چې په دې سیمه کې د تیلو په استخراج کې ونډه واخلي.

په بغداد کې مرکزي حکومت په یوه اړخیز ډول له بهرنیانو سره د کوردستان د هرډول معاملو مخالف دی.