کونړ: یو ځل بیا د پاکستانه په ناړۍ او دانګام ۱۶۰راکټونه ویشتل شوي

د کونړ والي وایي، چې تیره شپه یو ځل بیا د پاکستان له خاورې د دې ولایت په ناړۍ او دانګام ولسوالیو یوسله شپیته راکټونه ویشتل شوي دي.

فضل الله وحیدې ازادۍ راډیو ته وویل، چې ۱۴۵ په ناړۍ ولسوالۍ ولګیدل چې یوه ښځه او یو نارینه یي ټپیان او لس کورونه یي ونړول.

نوموړی وایي، چې په همدې شپه دولس نور راکټونه په دانګام ولسوالۍ کې ولګیدل خو چاته یي زیان نه دی اړولی.

د کونړ څخه په بل خبر کې راغلې، چې بهرنیو او افغان ځواکونو تیره شپه په مرورې ولسوالۍ کې دولس وسله وال مخالفین وژلی او درې نور یي ټپیان کړي دي.

د کونړ والي وایي، دغو وژل شویو مخالفینو په ډله کې چې شپږ پاکستاني وګړي هم شامل دی تیره ورځ یي په مرکز اسعد اباد کې وسله وال برید کړی وو.