کندهار کې د سړک غاړې په بمي چاودنې کې درې ملکي کسان ووژل شول

له کندهار څخه راغلي رپوټونه وایي، چې تیر ماښام د کندهار په ښار کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې درې ملکي کسان ووژل شول او یو ټپي دی.

د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل ازادۍ رادیو وویل، په دې چاودنه کې په کندهار کې د ملي راډيو ټلویزیون د امر ورور د هغه زوی او موټر چلوونکی یې وژل شوي دي.

تر اوسه د دې پیښې مسولیت چا نه دی منلی، خو چارواکي په دې ډول بریدونو کې وسله وال طالبان مسول ګڼي.