د امریکا متحد ایالات وايي، د سورېې له رژیم څخه د صدراعظم ریاض حجاب اوښتل دا څرګندوي چې د الاسد رژیم د ړنګیدو په حال کې دی .
د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د ریاض حجاب جلا کیدل څرګندوي چې د بشار الاسد د واکمنۍ پای ته رسیدلو ته څو ورځې پاتې دي، جې کارني وویل :
(د سوریې تش په نامه رژیم دا ردوي چې په دې هیواد کې روان قتلونه د بشارالاسد په امر ترسره کیږي، دا له داخل څخه د الاسد د رژیم د ړنګیدلو پروسې ته قوت ورکوي او د سوریې خلک باور لري چې د هغه ورځې په شمار دي. )
د سوریې دولتي ټلویزیون پرون وویل چې صدراعظم له دندې لیرې شوی .
اردني چارواکو چې نومونه یې ندي اخیستل شوي پرون تایید کړه چې ریاض حجاب له خپلې کورنۍ سره اردن ته رسیدلی دی.
ریاض حجاب د جون په ۲۳ نیټه د سوریې د صدراعظم په توګه ټاکل شوی و.
هغه ترټولو لوړرتبه چارواکی دی چې د سوریې له رژیم څخه خپله لارجلا کوي.