افغان ملي کرکټ لوبډله شارجې ته لاړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم پرون مازیګر مهال د متحده عربي اماراتو شارجې ته لاړ.

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په داسې حال کې د اماراتو په سفر لاړ، چې له دې مخکې یې د لویو وچو په څلور ورځنۍ او یو ورځنۍ لوبو کې له ایرلنډ څخه ماتې خوړلې وې.

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرایوي رییس په همدې اړه په یوه جوړ شوي خبري کنفرانس کې وویل؛ په دغه ورزشي سفر کې به افغان ملي ټیم د اسټرالیا تر څنګ د بنګله دیش، سریلانکا، اماراتو او ویست انډیز له ملي او ″اې″ ټیمونو سره هم مهمې لوبې ولري.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام دا لوبې ارزښتناکه وبللې او د افغان لوبغاړو په پیاوړتیا یې هم باور څرګند کړ.