د سوریې د دولتي راډیو ټلویزیون د ودانۍ په دریم پوړ کې چاودنه شوې

د سوریې دولتي مطبوعات وايي، چې نن د دې هېواد د دولتي راډیو ټلویزیون د ودانۍ په دریم پوړ کې چاودنه شوې.

لومړني رپوټونه وايي، چې د چاودنې له امله تلفات رامنځ ته شوي دي.

دا نه دي ویل شوي، چې دا چاودنه په کوم ښار کې شوې ځکه له دمشق څخه د سوریې د دولتي ټلویزیون خپرونې دوام لري.

په عین حال کې، رپوټونه وايي چې د سوریې د رژیم ځواکونو نن سهار په حلب ښار کې پر بیلا بیلو سیمو حملې کړې.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې لندن میشتې ډله وايي چې د یک شنبې په ورځ په دې هیواد کې ۱۳۱ تنه وژل شوي چې ۷۹ يې ملکي کسان دي.