د مصر ولسمشر ژمنه وکړه، چې بېرته به د سيناء ”بشپړ کنټرول“ په خپل لاس واخلي

د مصر ولسمشر محمد مُرسي نن دوشنبه ژمنه وکړه چې دى به بېرته د سيناء ”بشپړ کنټرول“ په خپل لاس واخلي، دا ژمنه وروسته تر هغه کېږي، چې نامعلومو وسلوالو د مصر او اسرائيل پر پوله پر يوه پوسته بريد وکړ او ١٦ تنه ساتونکي يې ووژل.

مرسي پرون په ملي ټلويزيون کې له امنيتي او پوځي چارواکو سره تر بېړنۍ غونډې وروسته خبرې وکړې:

”د وسلوالو ځواکونو، کورنيو چارو وزير او استخباراتي ادارې له مشرتابه سره مو غونډه همدا څو شېبې مخکې پايته ورسېده. پر سيناء د بشپړ کنټرول لپاره پر ځينو څرګندو دستورونو توافق موجود و، څو هغه کسان تعقيب او ونيول شي، چې دا جرم يې کړى دا که دوى هرڅوک هم وي. د دغو جنايتکارانو په برخه کې وروستۍ نتيجې ته د رسېدو پر مسئله به د دوشنبې په ورځ غور وشي”

اسرايیل وویل، حمله کوونکو چې په دوو موټرو کې سپاره وو، وروسته هڅه کوله چې له پولې تېر شي.

د اسرایيل پوځ وویل، یو مو ټر له پولې د تېرېدو پر مهال والوزول شو او بل هم د اسرایيل په هوایي حمله کې ولګېد.

د مصر دولتي ټلویزیون وویل، اسلامي سخت دریځي وسله وال په دې حمله کې لاس لري.

په تیریوه کال کې ګومان کیږي چې په سینا دښته کې اسلامي سخت دریځي په سیمه کې د غازو پر پایپلاین او د پولیسو پر ماموریتونو د حملو مسوول دي.

پرون د ورځې په سر کې اسرايیلو مصر پولې ته نژدې د غزې په جنوب کې په هوایي حمله کې د یوې سخت دريځې ډلې یو وسله وال وواژه او یو بل یې ټپي کړ.