د ليبيا چارواکي وايي، درې تنه وسلوال کسان چې د بمي حملو د پلانولو شک پرې کېده، پرون د پلازمېنې طرابلس په مربوطاتو کې وژل شول.
د پلازمېنې د جنوب په ٤٠ کيلومترۍ کې عزيزيه سيمې ته نژدې په عملياتو کې د کورنيو چارو وزارت د يوې قطعې پنځه تنه غړي ټپيان شوي دي.
په وروستيو ورځو کې له تاوتريخوالي ډکو څو پېښو ليبيا ته ټکان ورکړى او د سره صليب نړېوالې کمېټې پرون اعلان کړه، چې د ليبيا په دويم لوى ښار مصراته کې يې وروسته تر هغه خپل فعاليت وځنډاوه، چې په لاسي بمونو او توغنديو يې پر يوه ودانۍ حمله وشوه.
دغه اداره وايي، دې ودانۍ ته سخت زيان رسېدلى خو چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى.
سور صليب وايي په تېرو درېيو مياشتو کې په دوو ښارونو کې دا پنځمه حمله ده چې پر دوى کېږي.