د فلسطینیانو د ملاتړ په اړه یو نړېوال کنفرانس لغو شو

یو نړېوال کنفرانس چې ټاکل شوی وه له فلسطینیانو سره د ملاتړ څرګندولو په هدف پرون په لویدیځه غاړه کې جوړ شي، وروسته له هغې لغو شو، چې اسرایل د دی کنفرانس څو ګډونوالو ته اجازه ورنکړه چې له خاوری یي تیر شي.

په پام کې وه، چې په دی کنفرانس کې د ناپیلیو هېوادونو د غور ځنګ غړی هېوادونه چې د ودی په حال کې هېوادونو د ګټو لپاره کار کوي، ګډون وکړي.

فلسطینی چارواکو وویل، تمه کیده چې په دی کنفرانس کې به راتلونکې میاشت د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې د یوه خپلواکه فلسطینی دولت د هڅو د پیاوړی کیدو لپاره یوه اعلامیه هم خپره شي.

اسرایل د مالیزیا، اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د بنګله دیش او کیوبا سفیرانو ته چې هیڅ یو یی د اسرایل دولت په رسمیت نه پیژنی، لویدیځی غاړی ته د سفر کولو مخه ونیوله.

د اسوشتید پرس په وینا د اسرایل دغه اقدام په لویدیځه غاړه کې د فلسطینی ادارې پرواکمنۍ سخت ګذاردی.

فلسطیني چارواکو دغه راز وویل، چې د کنفرانس نورو ګډونوالو د مصر او زمبابوی د بهرنیو چارو وزیرانو له اسرایل سره د اردن په پوله کې ډیر انتظار وایست چې اسرایل ورته د ننوتو اجازه ورکړی، خو وروسته له هغی چې اسرایل د کنفرانس د نورو څلورو ګډون کونکو مخه ونیوله دوي هم ونه غوښتل چې په دی کنفرانس کې برخه واخلي څو په دی توګه له هغوي سره خپله خواخوږی وښیي.

د فلسطینی اداری د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالیکې پرون اسوشتید پرس ته وویل، اسرایل په دغه اقدام سره وښوده چې د هغو هڅو مخه نیسي چې د اسرایلو له خوا د لاندی شویو فلسطینی سیمو د اشغال د پای ته رسیدو لپاره پرمخ وړل کیږی.

خو د اسرایل د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یګال پلموروویل، اسرایل د هغو هیوادونو استازیو ته لویدیځی غاړې ته د اخلیدو اجازه ورکړې چې له موږ سره ډیپلوماتیکې اړیکې لری، خو هغو نورو استازیو ته چې دولتونه یی د اسرایل دولت په رسمیت نه پیژنی، اجازه نه ورکول کیږی.

لویدیځی غاړی ته غزیدلې دوه مهمی لاری د اسرایل په کنټرول کې دی.

فلسطین په اوس وخت کې د څارونکې په توګه په ملګروملتونو کې غړیتوب لری.

د فلسطینی اداری د بهرنیو چارو وزیر پرون وویل، د ملګروملتونو په عمومی اسامبله کې به چې د راتلونکې سپټمبر میاشتی په ۲۷ جوړیږی، غوښتنه وکړی چې فلسطین د یوه غیرڅارونکې غړی په توګه ومنی چې د بریالیتوب په صورت کې به د ملګروملتونو د بشپړغړیتوب لپاره هڅی پیل کړی.

که فلسطین لکه د واتیکان په شان د ملګرملتونود عمومی اسامبلی غړیتوب ترلاسه کړی، نودا به په غیررسمی ډول د ملګروملتونو د غړیتوب لپاره د فلسطینیانو د غوښتنی په رسمیت پیژندل وی.